BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, پر ایران د اسرائیلو "توغندیز" برید؛ تهران وايي ژوند عادي دی او اصفهان کې یې درې ډرون غورځولي
دوو امریکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي چې د اسرائیل یو توغندی په ایران کې لګېدلی دی. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، د پلازمېنې تهران په سویل کې د امام خمیني هوايي ډګر لپاره لږ تر لږه د جمعې ورځې تر لس نیمو بجو پورې الوتنې لغو شوې. د ایران دولتي (ای ار ای بي) ټلویزیون بیا د برید رپوټونه بې اهمیته بللي. په دې اړه شېپه په شېپه تازه مالومات زمو پر پاڼه ولولئ.
خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت: داسې هېڅ ثبوت نه لرو، چې وښيي اسناد لرونکي کډوال د ناامنیو په پېښو کې ښکېل دي
د خیبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سیف بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دوي د مرکز په غوښتنه معلومات راټول کړي دي چې له مخې یې دغه ايالت کې د افغان سټيزن کارتونو لرونکو کډوالو شمېر دري سوه شپېته زره تنه دي. دوی وايي، د مرکز له لوري د دې کډوالو ایستلو په هکله څه نه دي ورته ویل شوي، خو که ترې غوښتنه وشي، دوی به اړ وي، چې بهیر پیل کړي.
ملګري ملتونه: ۲۰۲۳ کې افغانې ښځې ډېرې ځپل شوې؛ روان کال به ۱۶میلیونه خلک د خوراکي توکو کمښت سره مخ وي
ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې اقتصادي بې ثباتي او جنسيتي نابراري د دې لامل شوې، چې ښځې تر ټولو زیاتې وځپل شي. دغه نړیوال بنسټ په خپور شوي رپوټ کې د یوه با ثباته افغانستان لپاره پر جنسیتي برابرۍ، ځواب ورکوونکي حکومتدارۍ او د هر چا لپاره د کار مساوي حق پر ورکړې ټینګار کړی دی.
پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي پاکستان کې د ۱،۳ ميليون کډوالو نومليکنه شوې، داسې حال کې چې نژدې اته نيم لکه نور يې کارتونه لري، چې وايي دوی ته يو ډول خونديتوب ورکوي. دوی ۱،۵ ميليون نور اټکل کړی، چې پاکستان کې به له کومو سندپاڼو اوسېږي. افتخار خان پر افغان کډوالو له اسلام اباده دا راپور رالېږلی دی.
طالبان: د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي
طالبانو یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به "د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي". د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي: "د پولو ساتنه او پر پولو پوځي تمرینونه د اړوندو هېوادونو مسؤولیت دی، خو موږ د افغانستان په استازیتوب د سیمې ټولو ګاونډیانو او هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي".
ځانګړي مطالب
هغه اروپايي هېوادونه چې ځوانان یې تر ټولو ډېر خوشاله دي
د نړۍ د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې سږ کال د چک جمهوریت، لیتوانیا او رومانیا هغه هېوادونه دي، چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره کسان پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.
فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: 'پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې'
په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځ په مناسبت يوه پیغام کې ویلي پښتو څلورمه رسمي ژبه وه، چې په فضا کې ویل شوې ده. یوناما جمعه (د اپریل ۱۲مه) پر خپل فېسبوک او اېکس خواله رسنیو لیکلي چې افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې میر فضايي مرکز ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې مور سره تلېفوني خبرې وکړې. پښتو په دې توګه څلورمه رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل کېده. ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.
د اسرائیل او حماس جګړه کوم ځای ته رسېدلې ده؟
نږدې شپږ میاشتې کېږي، چې د تېر اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو له غزې څخه د اسرائیلو خاورې ته ننوتل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او سلګونه یې یرغمل کړل. د حماس دې کړنې په ځواب کې اسرائیلو ژمنه وکړه، چې "حماس به له منځه یووسي" ترڅو هیڅ ګواښ نه وي، او ټول یرغمل شوي کسان به کورونه ته راستنوي. له دې سره پیل شوې وحشتناکې جګړې تر دې دمه ۳۳ زره فلسطینیان وژلي او د غزې لویه برخه ویجاړه شوې ده چې یادې شمېرې د حماس د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې دي.
له میندوارۍ وروسته ښځې څه ډول رواني حالت سره مخ کېږي او درملنه یې څه ده؟
"په ماشوم ناروغه شوم، سخت دردونه راباندې راغلل او روغتون ته یې بوتلم، روغتون کې مې چې د نورو میندوارو ښځو زږېروي او چیغې واورېدې ډېره وډاره شوم. له وارخطايۍ مې دردونه ورک شول او خولې راباندې راماتې شوې."
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۲:۰۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۴, ۱،۰۰،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۱۹ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.